د مالیې وزارت
مفتي ضیاءالرحمن فاروقي، چې په لومړي بست کې د ګمرکونو لوی ریاست د عملیاتي مرستیال په توګه ټاکل شوې، تېره ورځ د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید له لوري اړوندو کارکوونکو ته ور وپیژندل شو.
د ګمرکونو لوی ریاست د پکتیا ولایت د ډنډ پټان په ګمرک کې د شاوخوا (۳۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو بابو هنګرونو د جوړیدو چارې پیل کړي دي، چې تر دې مهاله د یادې پروژې چارې (۹۰) سلنه پر مخ تللي دي او پاتې چارې به یې هم ژر بشپړې شي.
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د شاوخوا (۷۰۰) زره افغانیو په ارزښت د هرات محصولي ګمرک د جومات او د دخولي او خروجي دروازو د بیارغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، کندهار، فراه، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سېمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته وارد کړي.
د ګمرکونو لوی ریاست په اداري ناسته کې پر یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې
د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند نن د ګمرکونو او عوایدو معینیت له چارو څخه لیدنه وکړه او هلته یې د یاد معینیت له معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید او اړوندو رئیسانو سره ولیدل.
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د هرات، نیمروز، کندهار، فراه او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته وارد کړي.
د مالیې وزارت له لوري د هیواد په ګمرکونو کې د بېلابېلو پراختیایي پروژو د عملي کولو په دوام؛ د دغه وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۰۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د خوست په محصولي ګمرک کې د موټرونو له پاره معیاري تم ځای جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاره.
د ګمرکونو لوی ریاست د کندهار په محصولي ګمرک کې (۳۱) دانې امنیتي کامرې فعالې او له مرکز سره ونښلولې.
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د بلخ ولایت د څلورم پورټ (نائب اباد) په ګمرک کې د (۳۰،۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د سوداګریزو توکو د تشرېح له پاره د سایوان جوړولو پروژه پیل شوه.