د هیواد په ګمرکونو کې د افغانستان لاس د بي اسنادو (یو کیلي) موټرو د ثبت او محصول پروسه پیل شوې ده

یو کلی موټرو پروسه شروع.jpeg

27 سرطان 1403

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د پریکړې او د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د حکم له مخې د افغانستان لاس د بي اسنادو (یو کیلي) موټرو د ثبت او محصول پروسه، چې د ۱۴۰۳ ه.ل کال تر پایه تمدید شوې اوس مهال د (کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، کندهار، کندوز، خوست/پکتیا) په ګمرکونو کې په عملي ډول پیل او روانه ده.
د یادو وسایطو د پړاوونو په تر سره کولو کې د چټکتیا په موخه واحد کاري مرکزونه جوړ شوي، چې ټول پړاوونه یې د یو چتر لاندې تر سره کیږي. 
د افغانستان لاس یو کیلي موټرو د ثبت او محصول په کړنلاره کې د خلکو اقتصادي حالات په پام کې نیول شوی او په داسې لارو چارو فکر شوی، چې د بې اسنادو موټرو مالکین وکولای شي خپل موټر محصول کړي.
 د افغانستان لاس د بې اسنادو موټرو په محصول کې په لویه سلنه په لاندې ډول تخفیف ورکړل شوی:
د ‍(۱۹۹۰) ماډل څخه تر (۲۰۰۰) ماډل پورې په شمول د ۲۰۰۰ ماډل (۷۰٪) سلنه تخفیف؛
د (۲۰۰۱) ماډل څخه تر (۲۰۰۹) ماډل پورې په شمول د ۲۰۰۹ ماډل (۶۰٪) سلنه تخفیف؛
د (۲۰۱۰) ماډل څخه تر (۲۰۲۱) ماډل پورې په شمول د ۲۰۲۱ ماډل (۵۰٪) سلنه تخیف؛
د یو کیلي زرهي موټرو لپاره (۵۰٪) سلنه تخفیف؛
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د افغانستان لاس بې اسناده موټرو له مالکینو څخه غوښتنه کوي، چې له دې فرصت څخه ګټه واخلي او خپلو موټرو ته قانوني سندونه جوړ کړي.
د یادونې وړ ده، چې د بي اسنادو موټرو مالکین کولی شي، چې د لاندې لینک له لارې د ګمرکونو لوی ریاست له ویب سایټ څخه جوړه شوې فورمه تر لاسه او د کمپیوټر په واسطه یې له ډکولو وروسته په فورمه کې له غوښتنل شویو سندونو سره یو ځای اړوند ګمرک ته وسپاري.
لینک: https://ln.run/OxAAy