تاریخچه

د ګمرکونو پیژندنه


د ګمرکونو تاریخچه


افغانستان هغه هیواد دی چې ۵۰۰۰ کلن تاریخ لري چې رسم او دود، مذهبونه، بېلابیل کلتورونه، لوی تمدن، د علم او کلتور قدامت لري.


که د افغانستان د تاریخ پاڼو ته وګورو معلومیږي چې دا لرغونی هیواد له پخوا نه د سوداګریزو لارو د تقاطع مرکز او د وریښمو لارې د عبور ځای و، په همدې اساس هندي، چیني، فارسي او عربي  سوداګر مجبور و چې له دې لارې څخه د تیریدو په وخت کې یوه اندازه جنس د هغه وخت د دود له مخې مسؤلینو ته یوه اندازه وزن، یو عدد، یو من او یا هم یو جلد ورکړي.


همدا اندازه چې د نقدي یا جنسي په ډول  د ګمرکي محصول لپاره اخیستل کیدل په بېلابیلو وختونو کې په بېلابیلو نومونو لکه راه داری، دروازه داری، شهري داري، تنګه پولي، سربه سلامتي، شپیته یو، لس یو او په داسې نورو نومونو یادیدل.


بلاخره د امیر شیر علي خان په وخت کې ګمرک د چپوتره په نوم یاد شو تر ډیره ګمرکي محصول په جنسي ډول هغه هم د لس یو له مخې اخیستل کیده.


د مثال په توګه له لس منه غنمو څخه یو من او د لس توپه رخت څخه یو توپ د محصول په توګه اخیستل کیده او په ځینو برخو کې محصول په نقدي ډول هم اخیسل کیده.


په یادو عنوانیو چې کوم محصول اخیستل کیده په ټوله کې یې عایداتي بڼه درلوده. سوداګر مجبور و چې په هر بندر کې محصول ورکړي د دې تر څنګ ترانزیټي توکي او داخلي تولیدات چې له یو ښار څخه بدل ښار ته لیږدول کیدل هم محصول به یې ورکو.


د مثال په ډول یوه اندازه توکي به کابل ته راورسیدل د محصول لپاره به د کابل ګمرک ته ولیږدول شول او محصول به د صرفیاتو په نوم له یو بار او یا هم د سرانه په ډول اخیستل کیده.


د ګمرکونو وضعیت د امیر عبدالرحمن خان او حبیب الله خان د سلطنت په وخت کې له یو شمېر کمو بدلونونو پرته کوم بدلون ونکړ.


خو له ۱۳۰۰ ه.ل کال وروسته او د مرحوم غازي امان الله خان د سلطنت په وخت کې د ګمرکونو وضعیت د پخوا په پرتله بدلون وکړ په کار کې د اسانتیا لپاره او د خلکو له سرګردانۍ څخه د مخنیوي په موخه ټول محصولات به یو ځای راټولیدل او په ترتیب سره به د سېمو او ولایتونو د پراختیا لپاره په عادلانه ډول ویشل کیدل.


 


د ګمرکي چارو تر سره کولو لپاره همداشان د بېلابیلو توکو او جنسونو لپاره د ګمرکي محصول او ګمرکي تعرفو د اخیستلو په موخه نظام لیکونه ترتیب او چاپ شول او یو ترکي کس د حسن افندي په نوم د ګمرکي پرسونل د تربیې لپاره وګمارل شو. له هغه وروسته محصول به په نقدي ډول د دولت خزانې ته تحویلیدې دا ډول ګمرکي محصول په افغانستان کې حسن افندي را منځته کړ چې په هغه وخت کې د ګمرک رئیس و، په دې سیستم کې محصول د لس یو او شپیته یو څخه په نننۍ ډول یعنې فیصدي ورته وټاکل شوه.


په تېرو وختونو کې ګمرکي محصول د لاندې څلورو عنوانونو کې تثبیت شوي و.


۱: داخلات (واردات)


۲: اخراجات (صادرات)


۳: عبورات ( ترانزیټ)


۴: صرفیات ( داخلي تولید شوي توکې یا هغه توکي چې په هیواد کې لیږد او رالیږد یې کیږي)


یاد نظام لیک له دوځلې اصلاحاتو سره د نادرشاه د سلطنت په دوران کې په ۱۳۰۳ او ۱۳۰۵ کلونو کې چاپ او اجرا شوې او تر ۱۳۱۳ کلونو پورې د اجرا وړ و په ۱۳۱۳ کال کې د سوداګرۍ وزارت د ګمرک او تعرفې اصولپاڼه تدوین او اجرا کړه.


زموږ لیدلوری:
زموږ تصور دا دی څو د عوایدو راټولیدو، سوداګریزې اسانتیاوې، د پولو مدیریت او د ټولنې ساتنې په برخه کې د یوې ښې ګمرکي ادارې په توګه د سېمې په کچه تبارز وکړو.


زموږ ماموریت:
په ښه او شفاف ډول د مطلوبو عوایدو راټولیدل، د اقداماتو په واسطه د ټولنې تحفظ، د پولو ښه او اغیزمن مدیریت، د سوداګرۍ او صنعت د ودې په برخه کې مرسته، د طرزالعملونو او ګمرکي پروسو ساده او همغږي کول، د ګمرکي کنټرول په لاره اچول او د ګمرکي کارکوونکو د وړتیا لوړول، په هیواد کې د ځان بسیاینې او مالي ثبات سره د مرستې په موخه د طرزالعملونو د شفاف پلي کیدو لپاره د کارکونکو د صادقانه اجراتو څخه ډاډ تر لاسه کول.


ستراتیژیکې موخې:


د قانون پذیرۍ پیاوړتیا:
د قانون پذیرۍ پیاوړتیا، د ګمرکونو قانون، اړوندو مقررو او طرزالعملونو سره سم د کارکونکو او سوداګرو د اجرااتو په موخه د پراختیایې پروګرامونو پلي کول.


سوداګریزې اسانتیاوې:
د سوداګرۍ اسانتیا زیاتیدو په موخه د پراختیا فرصتونو په برخه کې د مناسبو ستراتیژیو او پروګرامونو جوړول او مناسب کاري چاپیریال رامنځته کول.


د ادارې د اغیزمنتوب لوړیدل:
د ګمرکونو لوی ریاست د پیاوړتیا، د اغیزمنتوب زیاتوالی او باور په موخه د طرحو، د ښې حکومتولۍ د ستراتیژیو او پالیسو پلي کول او جوړول.


د عوایدو راټولول:
تر زیاته کچه د عوایدو زیاتوالي لپاره د عوایدو راټولیدو، کنټرل او د عملیاتي روشونو او پروسو کنټرول او ښه کیدو میکانیزم ته بیاکتنه.


ستراتیژیک لیدلوی:
تر زیاته کچه د عوایدو راټولیدل او د قانوني سوداګرۍ هڅونې لپاره د دولت د مالي چارو مدیریت، په اغیزمن ډول د پولو کنټرول او مصؤنیت.