د تعرفې کمېټې د ۱۴۰۳ مالي کال دویمه ناسته جوړه شوه

31 سرطان 1403

د تعرفې کمېټې د ۱۴۰۳ مالي کال دویمه ناسته د ګمرکونو او عوایدو معین ملا عبدالقاهر حاجي ادریس په مشرۍ د یاد معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.


په دې غونډه کې، چې د یادې کمېټې غړو ګډون کړې وو، په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو معین ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست وویل او له اجنډاء سره سم د ګمرکونو لوی ریاست د تعرفې رئیس ښاغلي عبدالرحمن وقاد د لاندې ذکر شویو اقلامو په اړه د سوداګرو او صنعتکاراتو غوښتنې او هر اړخیز تحلیل د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړ، چې د تعرفې کمېټې غړو د یادو اقلامو په تعرفې هر اړخیز بحث وکړ او له کورني تولید څخه د ملاتړ، سوداګرۍ او دولتي عوایدو د ودې اصل ته په کتو سره یي لاندې پریکړې وکړې، چې د مالیې وزیر له منظورۍ وروسته به د تعرفې له اصولو سره سم پلي شي.














































































شمېره



د توکي نوم



پخوانۍ د ګمرکي تعرفې فیصدي



اوسنۍ ټاکل شوې تعرفه



۱



اش او مکروني



۲۰ سلنه



۲۵سلنه



۲



د کچالو چپس



۳۰ سلنه



۵۰ سلنه



۳



تعمیراتي رنګ



۱۰ سلنه او ۶.۵ سلنه



۱۶ سلنه



۴



پریفارم (نیمه پروسس شوي بوتلونه)



۲.۵ سلنه



۶.۵ سلنه



۵



د رول په ډول کاغذي دستمال (ټیشو پیپر)



۵ سلنه



۱۰ سلنه



۶



کارټن او غیر موج لرونکي قوطي



۱۶سلنه



۴۰ سلنه



۷



پیزار (پاپوش)



۵ سلنه



۱۰ سلنه



۸



د اوبو کولر (آبي کولر)



۵ سلنه



۱۰ سلنه



۹



خاورین لوښي



۵ سلنه



۱۶ سلنه



۱۰



د درملو خام مواد



۵.۵ سلنه او ۵ سلنه



۲.۵ سلنه



۱۱



التونسا خوراکي پوډر



۱۰ سلنه



۳۰ سلنه



 


همدارنګه په سوداګرۍ کې د اسانتیا لپاره په یاده کمېټه کې د یو شمېر توکو لپاره د تعرفې ملي کوډونو په جوړیدو هم پریکړه وشوه.