Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ننګرهار په محصولي او سرحدي ګمرکونو کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ننګرهار په محصولي او سرحدي ګمرکونو کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

اعمار تعمیر.jpg

28 سرطان 1403

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د (۱۰،۳) میلیونه افغانیو په ارزښت د ننګرهار په محصولي او سرحدي ګمرکونو کې درې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دې پروژو کې د تورخم ګمرک د سکېنر له پاره د هنګر جوړول، د تورخم او بندروالۍ د هنګرونو او د ننګرهار محصولي ګمرک د اداري ودانۍ بیا رغول شامل دي، چې ټول لګښت یې د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول شوی.
د دغه پروژو په پلي کېدو سره به، په یادو ګمرکونو کې سوداګرو او د ګمرک کارکوونکو ته اسانتیاوې برابرې شي او د سوداګریزو توکو د ښه خوندیتوب او په ګمرکي طی مرحلو کې به هم لا اغیزمنتوب رامنځته شي.
د یادونې وړ ده، چې مالیې وزارت د هیواد د ټولو ګمرکونو بیارغونې، سیسټم جوړونې او عصري کولو ته پوره ژمنتیا لري او په دې برخه کې یې اړین اقدامات هم ترسره کړي دي.