د ګمرکونو لوی ریاست د کنټرول روم نوی ټاکل شوی آمر کارکونکو ته ور وپېژندل شو

INTRODUCTION OF CONTROL ROOM OFFICER.jpeg

1 اسد 1403

 ضیاء الدین “ملاخیل” چې د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت د مقام په منظورۍ د ګمرکونو لوی ریاست د کنټرول روم د آمر په توګه ټاکل شوی، تېره ورځ د ګمرکونو لوی ریاست د عملیاتي مرستیا  نقیب الله “عابد” له لوري اړوندو کارکونکو ته ور وپېژندل شو. په دې پیژند غونډه کې د ګمرکونو لوی ریاست د سیسټمونو رئیس، د بیې ایښودنې رئیس او یو شمېر کارکونکو ګډون کړی و، عملیاتي مرستیال د پخواني آمر د ترسره شویو خدمتونو څخه مننه وکړه او نوي ګمارل شوي آمر ته یې په اړوندو چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه، نوموړي یادونه وکړه چې یاد آمر په مخکیني مسؤلیت کې ډېرې ښې لاسته راوړنې لري او زیاته کړه، چې د ده په راتګ سره به د کنټرول روم په برخه کې کارونه لا ښه شي او اړوندو کارکوونکو ته یې ښپارښتنه وکړه، چې له نوموړي سره هر اړخیزه همکاري وکړي. د یادونې وړ ده، چې ضیاء الدین “ملاخیل” د ګمرکونو په بېلابېلو برخو کې دندې تر سره کړې دي او په دې برخه کې پوره کاري تجربه لري، چې له دې وړاندې یې د هرات ګمرک د عملیاتي آمر په توګه دنده ترسره کوله.