د ګمرکونو لوی ریاست د روان مالي کال اتمه اداري ناسته جوړه شوه

اداری ناسته.jpeg

28 سرطان 1403

د ګمرکونو لوی ریاست د ۱۴۰۳ مالي کال اتمه اداري ناسته تېره ورځ د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د یاد ریاست په مقام کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، رئیسانو او یو شمېر امرینو ګډون کړې وو. 
له اجنډا سره سم په دې ناسته کې د هیواد په ګمرکونو کې د ځینو سوداګریزو توکو د ګمرکي طی مراحلو په برخه کې پر شته ستونزو، حل لارو او په دې برخه کې د لا اسانتیا په رامنځته کیدو، په بېلابیلو برخو کې د سوداګریزو او بار چالاني شرکتونو پر غوښتنو، په ګمرکونو کې د صادراتي، وارداتي او ترانزیټي توکو اړوند د سوداګرو پر ستونزو او حل لارو، د ګمرکونو لوی ریاست د ورځنیو چارو په لا ښه والي او پر یو شمېر نورو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې او په اړه یې لازمې پریکړې ونیول شوې.