د کندهار په ولایت کې (۵۰۹) کیلو ګرامه وارداتي مخدره توکي نیول شوي دي
26 سرطان 1403
د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره ورځ د کندهار د بولدک په ولسوالۍ کې (۵۰۹) کیلو ګرامه مخدره توکي کشف او نیولي دی. په نیول شویو مخدره توکو کې (۳۱۸) کیلو ګرامه تریاک او (۱۹۱) کیلو ګرامه چرس شامل دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې له ګاونډي هیواد څخه افغانستان ته راوړي. په دې تور نیول شوي کسان او مخدره توکي اړونده ارګانونو ته ور پیژندل شوي دي.