د ګمرکونو لوی رئیس کندهار ولایت ته رسمي سفر وکړ

سفر.jpeg

23 سرطان 1403

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید، چې د یاد ریاست د حمایت او پراختیا رئیس یې ملتیا کوله په رسمي سفر کندهار ولایت ته تللی هلته یې د کندهار والي حاجي ملا صاحب او د یاد ولایت له یو شمېر سوداګرو سره د لیدنې تر څنګ د کندهار ګمرک له روانو چارو څخه هم لیدنه وکړه.
د ګمرکونو لوی رئیس د کندهار له والي سره په لیدنه کې، چې د کندهار ګمرک رئیس هم شتون درلود، په ګمرکونو کې د عوایدو په زیاتوالي، سوداګرو ته د اسانتیاوو په برابرولو، په ګمرکونو کې د کاري وخت او د پرسونل پر زیاتوالي، په قاچاقي ډول د واردېدونکو توکو په مخنیوي او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
 د ګمرکونو لوی رئیس وویل، چې د پخوا په پرتله یې د هیواد په ټولو ګمرکونو کې سوداګرو ته زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي، چې دې چارې په ګمرکي عوایدو کې څو برابره ډېروالی راوستلی. نوموړي زیاته کړه، چې د هیواد د ټولو ګمرکونو د څار او ارزونې لپاره یې تخنیکي پلاوی ټاکلی او هره ربعه د ټولو ګمرکونو د چارو ارزونه کوي، ستونزي یې په ګوته کوي او بیا په مرکزي کچه ورته رسېدنه کیږي. 
ورپسې کندهار والي دوی ته ښه راغلاست وویل او په ټولو ګمرکونو، په ځانګړي ډول د کندهار ګمرک کې یې سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه د دوی د کړنو او هڅو ستاینه وکړه او په ولایتي کچه یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
همدا شان د ګمرکونو لوی رئیس د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې په خونه کې د دې خونې له مسؤلینو او یو شمېر سوداګرو سره وکتل. یادو سوداګرو د خپلو شته ستونزو یادونه وکړه، چې د ګمرکونو لوی رئیس دوی ته ډاډ ورکړ، چې ژر به یې ستونزو ته رسیدنه وشي.
د ګمرکونو لوی رئیس په دې سفر کې د کندهار ګمرک له چارو څخه د لیدنې تر څنګ د یاد ګمرک د روانو پراختیایې پروژو څخه هم لیدنه وکړه او د چارو د لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.