د درملو خامو موادو په اړه د تعرفې کمېټې د دویمې ناستې د پریکړې په اړه لنډ وضاحت

۲.JPG

31 سرطان 1403

د روان ۱۴۰۳ مالي کال د تعرفې کمېټې په دویمه ناسته کې، چې د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین په مشرۍ جوړه شوه، په دې ناسته کې په هیواد کې له صنعتي فابریکو څخه د ملاتړ په موخه د درملو خامو موادو ګمرکي تعرفه، چې پخوا (۵.۵ سلنه او ۵ سلنه) وه (۲.۵ سلنې) ته کمه شوه. دا چې، صنعتي فابریکې خام مواد هیواد ته د خپلو توکو د تولید لپاره واردوي د درملو خام مواد هم له همدې جملې څخه دي، چې د صنعتي فابریکو له لوري هیواد ته واردیږي.