د هرات، کندهار او ننګرهار په ولایتونو کې قاچاقي توکي نیول شوي دي

Qajaq dasgeree.jpg

24 سرطان 1403

د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د هرات، کندهار او ننګرهار ولایتونو په بېلابیلو سېمو کې یو شمېر قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته راوړي. په دې نیول شویو توکوکې (۲۵۰۰) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۴۸۳) کیلو ګرامه زراعتي او حیواني درمل، (۱۰۰۰) کیلو ګرامه چاکلیټ، (۳۵۰) کیلو ګرامه پلاستیکي کڅوړې، (۶۰) کارټنه قیلون او (۴۵۰) کیلو ګرامه بېلابیل توکي شامل دي. نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.