Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ګمرکونو لوی ریاست عملیاتي مرستیال د هرات ولایت له یو شمېر سوداګرو او پانګه والو سره وکتل | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ګمرکونو لوی ریاست عملیاتي مرستیال د هرات ولایت له یو شمېر سوداګرو او پانګه والو سره وکتل

JALASA.jpg

27 سرطان 1403

د ګمرکونو لوی ریاست عملیاتي مرستیال نقیب الله عابد، چې په رسمي سفر هرات ولایت ته تللی وو تېره ورځ یې د یاد ولایت له یو شمېر سوداګرو او پانګه سره وکتل او د دوی ستونزې یې واوریدلی. په دې کتنه کې، چې د هرات ګمرک رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد، د دې ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس او د یادې خونې مرستیال هم شتون درلود، په پیل کې د هرات ولایت د سوداکرۍ او پاګونې خونې رئیس د اسلامي امارت لخوا په هېواد کې ملي سوداګرو او پانګه ‌والو ته د رامنځته شویو فرصتونو ستاینه وکړه. ملي سوداګرو او پانګه والو په خپل وار سره په ګمرکونو کې د ځینو شته ستونزو یادونه وکړه او د حل غوښتنکي شول. د ګمرکونو لوی ریاست عملیاتي مرستیال ملي سوداګرو او پانګه‌ والو ته د یادو ستونزو د هر اړخیز حل، په دې برخه کې د لازمو همکاریو او په ګمرکي پروسو کې د لا روڼتیا او چټکتیا رامنځته کیدو ډاډ ورکړ. د یادونې وړ ده، چې د ګمرکونو لوی ریاست رهبري له دې وړاندې هم بېلابیلو ولایتونو ته سفرونه کړي؛ څو د سوداګرو او پانګه والو ستونزې له نږدې واوري او د حل لپاره یې پر خپل وخت اقدام وکړي، چې د سفرونو دا لړۍ به په راتلوونکې کې هم دوام ولري.