د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ له لوري د (۱۴۰۳هـ.ل) کال له روزنیز پلان سره سم د ساحوي روزنیزو پروګرامونو په لړ کې د ابو نصر فراهي ګمرک کارکوونکو ته د ګمرکي مسایلو د زده کړې او د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه د ګمرکي قوانینو، ګمرکي کړنلارو، ګمرکي بیې ټاکنې، تعرفې او په نورو اړوندو برخو کې روزنیز پروګرام پیل شو.