د ننګرهار په ګمرک کې (۱۲۳) کیلو ګرامه ثانیه سوز نیول شوي!
14 قوس 1403
د ننګرهار ګمرک د تشرېح برخې کارکوونکو تېره ورځ په یوه وارداتي سوداګریزه محموله کې (۱۲۳) کیلو ګرامه ثانیه سوز کشف او نیولي دي. دغه ثانیه سوز مواد، چې په ډېر مهارت په لېږدوونکې وسیله کې ځای پر ځای شوي ول او قاچاق کوونکو غوښتل، په پټه یې افغانستان ته راوړي ترلاسه شول. په دې تور نیول شوي دوه کسان د نورو څېړنو له پاره اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي. د یادونې وړ ده، چې اوسمهال د هیواد په ګمرکونو کې د قاچاقي او ممنوعه توکو د وړلو او راوړلو جدي څارنه کېږي، چې پکښې ښکېل کسان تعقیب او د قانون منګولو ته سپارل کېږي.