تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي

قاچاق-۴.jpg

7 قوس 1403

د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د کندهار، فراه، نیمروز او هلمند ولایتونو په بېلابیلو سېمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته وارد کړي. په دې نیول شویو توکو کې (۲۷۸۱۹) کیلو ګرامه چاکلیټ، (۷۳۹۴) کیلو ګرامه درمل، (۹۴۱۵) کیلو ګرامه رُب، (۳۷۱۹) کیلو ګرامه ګوړه، (۱۰۰۰) کیلو ګرامه خوراکي مالګه، (۳۲۸۸) کیلو ګرامه ملائې، (۹۹۴) کیلو ګرامه پلاستیکي کڅوړې، (۵۵۹۲) کیلو ګرامه لوبیا، (۸۲۷) کیلو ګرامه شامپو، (۶۹۹) کیلو ګرامه تیزاب، (۴۲۰) کیلو ګرامه د ماشومانو وچې شیدې، (۵۹۴) کیلو ګرامه د خیاطي ماشین تیل، (۵۶۰) کیلو ګرامه تار، (۹۲۴) کیلو ګرامه یو وار مصرف لوښي، (۹۸۰) کیلو ګرامه اتش زا، (۱۱۰۰) کیلو ګرامه ګیلاسونه، (۶۱۱) کیلو ګرامه بسکویټ، (۴۰۰) کیلو ګرامه لواشک، (۴۹۸) کیلو ګرامه د لیمو اوبه، (۳۱۸) کیلو ګرامه رخت باب، (۳۰۱) کیلو ګرامه اچار او (۳۴) عدده موټرسایکلونه شامل دي. نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.