د ابونصر فراهي په ګمرک کې د ۳۹ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه بابه هنګرونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
13 قوس 1403
د ګمرکونو لوی ریاست د څه باندې (۳۹) میلیونه افغانیو په ارزښت د فراه ولایت د ابونصر فراهي په ګمرک کې د سوداګریزو توکو د خوندي ساتلو په موخه دوه بابه هنګرونه جوړ او ګټې اخیستنې. ته وسپارل. یاد هنګرونه په معیاري ډول جوړ شوي دي، چې هر یو یې د (۱۰۰) ټنه سوداګریزو توکو د زېرمه کولو وړتیا لري. په دې هنګرونو کې به شاوخوا (۵۰) تنو هیوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شي. د دې هنګرونو د جوړېدو لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول شوی او رغنیزې چارې یې هم د یوه افغاني شرکت له لوري تر سره شوي دي. د یادونې وړ ده چې د مالیې وزارت له لوري د هیواد د ګمرکونو د عصري کولو، د سوداګرو له پاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او په هیواد کې د سوداګرۍ د لا ودې په موخه ګڼېګمرکي پروژې پلي شوي او یو شمېر یې د پلي کېدو په حال کې دي.