د پکتیا ګمرک د هنګرونو او موټرونو د تمځای جوړولو پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي!

construction.jpg

5 قوس 1403

د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د (۴۷،۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د پکتیا په ګمرک کې د دوه بابه هنګرونو او د موټرونو د تمځای جوړولو پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي. تر دې مهاله د یاد ګمرک د هنګرونو چارې (۸۰) سلنه او د پارکینګ چارې نږدې (۳۰) سلنه بشپړې شوي دي او د روان کال تر پایه به یې پاتې چارې هم بشپړې شي. د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایې بودیجې څخه ورکول کېږي، چې په جوړېدو سره به یې سوداګرو، موټرچلوونکو او د ګمرک کارکوونکو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.