د نیمروز او سپین بولدک په ګمرکونو کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ارشیفونو جوړولو پروژې پیل شوې!
18 قوس 1403
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۹،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت د نیمروز او سپین بولدک په ګمرکونو کې د ارشیفونو د جوړولو پروژې پیل کړې. د یادو پروژو لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي، چې چارې به یې تر راتلونکو لسو میاشتو پورې بشپړې شي او ورسره به د ګمرکي سندونو د خوندي ساتلو په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي. د یادونې وړ ده، چې د مالیې وزارت له لوري د هیواد د ګمرکونو د عصري کولو، د سوداګرو له پاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او په هیواد کې د سوداګرۍ د لا ودې په موخه ګڼې ګمرکي پروژې پلي شوي دي او یو شمېر یې د پلي کېدو په حال کي دي.