د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د آقینې ګمرک د ارشیف جوړولو پروژه پیل شوه!
6 قوس 1403
د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۰،۱) میلیونه افغانیو په ارزښت د فاریاب ولایت د آقینې په ګمرک کې د ارشیف جوړولو پروژه پیل کړه. د دغې پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي، چې چاري به یې تر راتلونکو اتو میاشتو پورې بشپړې شي. د دې پروژې په پلي کېدو سره به د اقینې په ګمرک کې د ګمرکي سندونو د خوندي ساتلو په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي. د یادونې وړ ده، چې په ګمرکونو کې د سوداګرو له پاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو او په هیواد کې د سوداګرۍ د لا ودې په موخه د ګمرکونو لوی ریاست هڅه کوي، چې د هیواد په ګمرکونو کې پراختیایي پروژې پلي او په عصري وسایلو یې سمبال کړي.