د بلخ، آقینې او کندوز په ګمرکونو کې د (۱۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د لوړ تناژ تلې جوړې شوې!
19 قوس 1403
د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۳،۶) میلیونه افغانیو په ارزښت د بلخ ولایت د نائب اباد په ګمرک کې د وارداتي او صادراتي سوداګریزو توکو د وزن معلومولو له پاره دوې پایې د لوړ تناژ تلې او د آقینې په ګمرک کې د ورداتي توکو د وزن معلومولو له پاره یوه پایه د لوړ تناژ تله جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارلې. یادې تلې، چې (۲۲) متره اوږدوالی او (۳) متره پلنوالی لري، په جوړېدو سره به یې له اضافه وزن او د ملي عوایدو له ضایع کېدو څخه مخنیوی وشي. همدا رنګه د (۱،۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د کندوز په ګمرک کې د وارداتي توکو له پاره یوه پایه د لوړ تناژ تله ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د یادونې وړ ده، چې د یادو تلو د جوړولو او ترمیم لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول شوی او چارې یې هم د افغاني شرکتونو له لوري بشپړې شوي دي.