تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي
14 قوس 1403
د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د کندهار، فراه، نیمروز، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابیلو سېمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته وارد کړي. په دې نیول شویو توکو کې (۹۳۳۳) کیلو ګرامه ګوړه، (۱۵۴۰۰) کیلو ګرامه چاکلیټ، (۳۱۱۶) کیلو ګرامه درمل، (۵۲۷۰) کیلو ګرامه رُب، (۱۸۴۵) کیلو ګرامه وچې شیدې، (۱۷۲۰) کیلو ګرامه خوراکي مالګه، (۹۵۲) کیلو ګرامه غوړي، (۷۰۰) کیلو ګرامه اتش زا، (۴۰۰) کیلو ګرامه قهوه، (۲۴۰) کیلو ګرامه خالي بوجۍ، (۱۶۰) کیلو ګرامه د ویښتانو تیل، (۱۰۰) کیلو ګرامه بسکویټ او (۱۴) عرادې موټر سایکلونه شامل دي. نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.