د افغانستان او ترکمنستان په سرحدي سیمه کې لنډمهاله بندر جوړېږي
13 قوس 1403
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د کانونو او پيټرولیم، ملي دفاع، کورنیو چارو او د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست ګډ پلاوي د ترکمنستاند سرحدونو چارو وزارت له معین ایلمانوف، د ټاپي پروژې له رئیس مراد امانوف او د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزارت له استازي سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لوریو د ټاپي پروژې له پاره د افغانستان خاورې ته د تخنیکي کارکوونکو، وسایلو او ماشینرۍ په لېږدولو، د کارکوونکو د وېزو او کاري ساعتونو د مشخصولو او د ټاپي پروژې د تجهیزاتو د اسانه لېږد په موخه د افغانستان او ترکمنستان د سرحدي سیمې اسلیم چشمه کې د لنډمهاله بندر په جوړېدو خبرې وکړې. افغان پلاوي له خپل لوري څخه د ټاپي پروژې د عملي کولو بشپړ ډاډ ورکړ او په سرحدي سیمه کې د کارکوونکو د تګ او راتګ، د وسایلو او ماشینرۍ لېږد او د کار د رسمي وخت په اړه د ترکمنستان هیواد وړاندیزونه یې د تائید وړ وبلل، چې د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د یادداښت له تبادله کولو وروسته به عملي شي. د ترکمنستان هیواد پلاوي هم د ټاپي پروژې د کار د چټکوالي او اړینو وسایلو د برابرولو ژمنه وکړه.