تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي

qajaq-6.jpg

20 قوس 1403

د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، کندهار، فراه، هلمند او ننګرهار ولایتونو په بېلابېلو سېمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل  په پټه یې افغانستان ته وارد کړي. په دې نیول شویو توکو کې (۲۲.۷) ټنه چاکلیټ، (۱۱.۱) ټنه درمل، (۱۳) ټنه ګوړه، (۱۰.۸ ټنه) خوراکي مالګه، (۵) ټنه خام نخود، (۱۱۲۵) کیلو ګرامه وچې شیدې، (۱۰۰۰) کیلو ګرامه یو وار مصرف لوښي، (۹۵۱) کیلو ګرامه خالي بوجۍ، (۵۵۰) کیلو ګرامه تنباکو،  (۶۴۰) کیلو ګرامه کاچوغې، (۳۱۰) کیلو ګرامه رُب، (۲۴۰) کیلو ګرامه رخت باب، (۱۱۰) کیلو ګرامه بنجاره او (۸۰) کیلو ګرامه رانجه شامل دي. نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.