د مالیې وزارت
د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید، چې په رسمي سفر فراه ولایت ته تللی، تېره ورځ یې د فراه له والي الحاج مولوي غوث الدین رهبر سره د کتنې تر څنک د یاد ولایت د ګمرک او مستوفیت له چارو څخه هم لیدنه وکړه.
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ د روزونکو له لوري د ساحوي روزنیزو پروګرامونو په لړ کې د هرات ګمرک ریاست د تورغونډۍ سرحدی ګمرک (۱۲۰) تنو نویو ګمارل شويو کارکوونکو ته د ګمرکي مسایلو او قوانینو په تړاو روزنیز پروګرام پیل شو.
د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د فراه، کندهار، نیمروز، هلمند، هرات او ننګرهار په ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته وارد کړي.
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مسؤلینو په شتون کې، له یو شمېر ملي سوداګرو سره وکتل.
د ننګرهار ګمرک د تشرېح مدیریت کارکوونکو په یوه سوداګریزه محموله کې (۲۸۴) کیلوګرامه ثانیه سوز کشف او ترلاسه کړي.
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د روان (۱۴۰۳) هـ.ل کال د تلې په میاشت کې په ګمرکونو کې د ترسره شويو چارو د تخنیکي ارزونې ناسته پر لیکه او حضوري بڼه وشوه.
د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د فراه، نیمروز، کندهار او ننګرهار په ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي،
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید د یوه د پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کې د (۷۴،۷) میلیونه افغانیو په ارزښت د څلور بابه هنګرونو د جوړولو پروژې پرانيسته وکړه.
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید، چې د یو پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته په رسمي سفر تللی، هلته یې د هرات له والي شیخ مولانا اسلام جار سره د لیدنې تر څنګ، د یاد ولایت د ګمرک او مستوفیت چارې هم له نږدې څخه و ارزولې.
د مالیې وزارت په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء لوړ مقام د حکم پر بنسټ عبدالقیوم نصیر، چې د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړونې، پالیسۍ، څارنې، ارزونې ریاست لپاره د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی