د ننګرهار په ګمرک کې (۲۸۴) کیلو ګرامه ثانیه سوز نیول شوي!
27 عقرب 1403
د ننګرهار ګمرک د تشرېح مدیریت کارکوونکو په یوه سوداګریزه محموله کې (۲۸۴) کیلوګرامه ثانیه سوز کشف او ترلاسه کړي. دغه ممنوعه توکي په ډېره ځیرکتیا سره په لېږدوونکي وسیله کې ځای پر ځای شوي ول او تورنو کسانو غوښتل، چې په پټه یې له ګاونډي هیواد څخه افغانستان ته راوړي. د پېښې په تړاو څلور کسان لاس په لاس نیول شوي دي او د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.