د ګمرکونو او عوایدو معین فراه ولایت ته په رسمي سفر تللی
30 عقرب 1403
د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید، چې په رسمي سفر فراه ولایت ته تللی، تېره ورځ یې د فراه له والي الحاج مولوي غوث الدین رهبر سره د کتنې تر څنک د یاد ولایت د ګمرک او مستوفیت له چارو څخه هم لیدنه وکړه.
د ګمرکونو او عوایدو له معین سره چې په دې سفر کې د یاد معینیت د نفتي موادو د کنټرول او کیفیت رئیس قاري محمد ابراهیم خلیل هم ملتیا کوي، د فراه له والي سره په کتنه کې د بي کیفیته تیلو د وارداتو په مخنیوي او په دې برخه کې د شته ستونزو په حلولو، سوداګرو ته د لازمو اسانتیاو په رامنځته کیدو، د دې ولایت د عوایدو په زیاتوالي او په یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې.
نوموړي د ابو نصر فراهي ګمرک او د فراه ولایت د مستوفیت له چارو څخه د لیدنې پر مهال د یادو ادارو مسؤلینو او کارکوونکو ته مراجعینو ته د لازمو اسانتیاو د رامنځته کیدو، د چارو د لا ښه والي په موخه د کارکوونکو او مسؤلینو تر منځ د همکارۍ او همغږۍ د لا زیاتوالي او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې د ګمرکونو او عوایدو معین په دې سفر کې د فراه ولایت د کنټرول او کیفیت امریت لپاره نوی امر هم اړوندو کارکوونکو ته معرفي کړ.