د ګمرکونو او عوایدو معین د هرات له والي سره د بې کیفیته تېلو پر مخنیوی خبرې وکړې
16 عقرب 1403
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید، چې د یو پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته په رسمي سفر تللی، هلته یې د هرات له والي شیخ مولانا اسلام جار سره د لیدنې تر څنګ، د یاد ولایت د ګمرک او مستوفیت چارې هم له نږدې څخه و ارزولې.
د ګمرکونو او عوایدو معین د هرات ولایت له والي سره په ليدنه کې د بې کیفیته تېلو د وارداتو پر مخنیوي، سوداګرو ته د لازمو اسانتیاوو په برابرولو او پر یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې.
د هرات والي، هیواد ته د بې کیفیته تېلو د واردلو د مخنیوي په برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
ددې سفر پر مهال د ګمرکونو او عوایدو معین د هرات ولایت له ګمرک او مستوفیت څخه د ليدنې پر مهال اړوندو مسؤلینو او کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې د خلکو ستونزو ته پر خپل وخت رسېدنه وکړي او دوی ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.