تېره اوونۍ د هیواد په بېلابیلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي
17 عقرب 1403
د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د فراه، نیمروز، کندهار او ننګرهار په ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته وارد کړي. په دې نیول شویو توکو کې (۲۹.۳) ټنه خوراکي مالګه، (۵) ټنه د پیازو تخم، (۳۸۵۶) کیلو ګرامه خوراکي غوړي، (۴۱۴۰) کیلو ګرامه چاکلیټ، (۲۴۳۸) کیلو ګرامه رُب، (۱۵۵۳) کیلو ګرامه سګریټ، (۶۱۶) کیلو ګرامه مکروني، (۴۴۷) کیلو ګرامه د قیلون مواد، (۴۰) عدده چارجي قیلون، (۱۲۰) کیلو ګرامه د ویښتانو رنګ، (۴۶۵) کیلو ګرامه یو ځل مصرف لوښي او (۲۰۰) کیلو ګرامه کریم شامل دي. نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.