د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړونې، پالیسۍ، څارنې، ارزونې ریاست لپاره نوی رئیس معرفي شو

2.jpg

16 عقرب 1403

د مالیې وزارت په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء لوړ مقام د حکم پر بنسټ عبدالقیوم نصیر، چې د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړونې، پالیسۍ، څارنې، ارزونې ریاست لپاره د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی، نن د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید له لوري اړوندو کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. په دې پیژند غونډه کې، چې د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، یو شمېر رئیسانو او امرینو ګډون کړی و، د ګمرکونو او عوایدو معین نوي ټاکل شوي رئیس ته په اړوندو چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه او د دې ریاست کارکوونکو ته یې سپارښتنه وکړه، چې په چارو کې ور سره پوره همکاري وکړي. نوموړي زیاته کړه، چې په اسلامي نظام کې مسؤلیت یو دروند بار ده او هر مسؤل یې باید په پوره صداقت او له توپیري چلند پرته دا مسؤلیت تر سره کړي. د ګمرکونو او عوایدو معین وویل، چې د ګمرکونو لوی ریاست د مالیې وزارت له کلیدي ریاستونو څخه ده او چارې یې باید په پوره همغږۍ او همکارۍ سره تر سره شي. ښاغلي سعید نوي ټاکل شوي رئیس او نورو اړوندو مسؤلینو ته وویل، چې د ګمرکونو تخنیکي ارزونه باید پر خپل وخت وشي تر څو شته ستونزو ته  پر خپل سره رسیدنه وشي. د یادونې وړ ده، چې عبدالقیوم نصیر له دې وړاندې د مالیې وزارت د پالیسۍ معینیت د عامه پانګونې او زیربناء لوی ریاست په لومړي بست کې دنده تر سره کوله.