د ګمرکونو او عوایدو معین له یو شمېر ملي سوداګرو سره وکتل!
28 عقرب 1403
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مسؤلینو په شتون کې، له یو شمېر ملي سوداګرو سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لوریو د سوداګریزو توکو پر ګمرکي تعرفې، د کورنیو تولیداتو د صادرولو په برخه کې د لازمو اسانتیاوو په رامنځته کېدو، له اړوندو ادارو سره د سوداګرو په شته ستونزو او حل لارو، د مالیاتو د ورکړې په برخه کې پر اسانتیاوو او د یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې. د ګمرکونو او عوایدو معین راغلو سوداګرو ته ډاډ ورکړ، چې د تل په څېر به د دوی اصولي غوښتنو ته رسېدنه کوي او له اړوندو ادارو سره به د حل په موخه د دوی ستونزې هم شریکي کړي.