تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي وارداتي توکي نیول شوي دي
29 عقرب 1403
د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د فراه، کندهار، نیمروز، هلمند، هرات او ننګرهار په ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته وارد کړي. په دې نیول شویو توکو کې، (۱۳۴۲۷) کیلو ګرامه خوراکي مالګه، (۱۱۷۴۴) کیلو ګرامه چاکلیټ، (۴۳۸۴) کیلو ګرامه طبي درمل، (۲۷۵۱) کیلو ګرامه رُب، (۳۵۵۰) کیلو ګرامه ککاو، (۲۹۶۶) کیلو ګرامه ګوړه، (۱۵۴۰) کیلو ګرامه مکروني، (۱۱۶۵) کیلو ګرامه یو وار مصرف لوښي، (۹۲۴) کیلو ګرامه شامپو، (۱۱۵۰) کیلو ګرامه تمباکو، (۱۰۸۸) کیلو ګرامه پاکټي شیدې، (۵۱۳) کیلو ګرامه کریم، (۴۲۳) کیلو ګرامه د قیلون مواد، (۳۱۸) کیلو ګرامه قهوه، (۴۷۵) کیلو ګرامه لوبیا، (۳۵) کیلو ګرامه تار او (۳۵) عرادې موټرسایکلونه شامل دي. نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.