د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کې د (۷۴،۷) میلیونه افغانیو په ارزښت د هنګرونو جوړولو پروژه پیل شوه!

safar-Islam Qala.jpeg

17 عقرب 1403

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید د یوه د پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کې د (۷۴،۷) میلیونه افغانیو په ارزښت د څلور بابه هنګرونو د جوړولو پروژې پرانيسته وکړه.
د دې پروژې په پرانيستغونډه کې، چې ولایتي مسئولینو هم ګډون کړی وو، د ګمرکونو او عوایدو معین وویل، چې د مالیې وزارت تل هڅه کوي، چې سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي؛ نو ځکه یې په همدې موخه په ګمرکونو کې ګڼې پروژې پلي کړي دي او په راتلونکي مالي کال کې به نورې ګټورې پراختیایي پروژې هم پلي کړي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي او چارې به یې تر راتلونکو لسو میاشتو پورې بشپړې شي.