د روان کال د تلې په میاشت کې د هیواد ګمرکي چارو (۱۸.۸) سلنه پرمختګ کړی!
26 عقرب 1403
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د روان (۱۴۰۳) هـ.ل کال د تلې په میاشت کې په ګمرکونو کې د ترسره شويو چارو د تخنیکي ارزونې ناسته پر لیکه او حضوري بڼه وشوه.
په دغه ناسته کې د روان (۱۴۰۳) هـ.ل کال د تلې په میاشت کې په ګمرکونو کې د تر سره شويو فعالیتونو ټولیز راپور وړاندې شو. په یاده موده کې د عوایدو د راټولېدو، د هیواد په ګمرکونو کې د ترسره شوې سوداګرۍ، د وارداتي توکو د ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه بشپړ معلومات وړاندې شول، چې له مخې یې د تېر کال د همدې مودې په پرتله، د ګمرکونو چارې (۱۸.۸) سلنه مثبتې وښودل شوې.
د وړاندې شوي راپور په تړاو هر اړخیز تخنیکي بحثونه وشول او د چارو د لا پرمختګ په موخه د ولایتي ګمرکونو د مسئولینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل شول، چې د رهبرۍ له لوري د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو او ورسره اړینې سپارښتنې هم شریکي شوې.