د هرات ګمرک لسګونو کارکوونکو ته روزنه ورکول کېږي!

آموزش.jpeg

30 عقرب 1403

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ د روزونکو له لوري د ساحوي روزنیزو پروګرامونو په لړ کې د هرات ګمرک ریاست د تورغونډۍ سرحدی ګمرک (۱۲۰) تنو نویو ګمارل شويو کارکوونکو ته د ګمرکي مسایلو او قوانینو په تړاو روزنیز پروګرام پیل شو. په دغه روزنیز پروګرام کې به د کارکوونکو د وړتیا لوړونې په موخه په عملي او نظري ډول د ګمرکونو قانون، ګمرکي کړنلارو، ګمرکي بیې ټاکنې، تعرفې او ګمرکي اظهارلیکونو د ډکولو او د اسیکوډا سیسټم په اړه ګډونوالو ته روزنه ورکړل شي. یاد روزنیز پروګرام به (۱۵) ورځې دوام ولري او په څو بېلابېلو ټولګیو کې به د یاد ګمرک د کارکوونکو وړتیاوې لوړې کړای شي او ورسره به په اړوندو برخو کې لازمې اسانتیاوې هم ورته برابرې شي.