د مالیې وزارت
له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو پرېکون د هیواد پر سوداګرۍ منفي اغېز نه ده کړی!
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د فراه ولایت د ابونصر فراهي په ګمرک کې د (۷۱.۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د څلور بابه هنګرونو د جوړولو چارې دوام لري، چې تر دې دمه یې (۷۰) سلنه رغونه بشپړه شوې ده.
د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو په تېرو دو اوونیو کې د هرات، کندهار، نیمروز، فراه او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سېمو کې (۱۵۱.۷) ټنه قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته یې په قاچاقي ډول افغانستان ته وارد کړي.
د مالیې وزارت په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام په منظورۍ په هیواد کې د سوداګریزو چارو د چټکتیا، د سوداګرو ستونزو د کمولو او د ګمرکي پروسو د معیاري کولو په موخه په ګمرکونو کې د رسم ارضیې وختونه را کم شول.
د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خونې د مدیره پلاوي له غړي خان جان الکوزي او هیواد ته د درملو را واردوونکو یو شمېر سوداګرو سره وکتل.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د هدایت پر بنسټ؛ د مالیې وزارت له (۱۴۴۷/۵/۲۱) نېټې څخه تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې له پاکستان څخه را واردېدونکي درمل محصولوي او تر یادو ترېیو میاشتو وروسته را راورېدونکي درمل نه محصولوي.
د هرات ولایت د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کې له ولایتي ادارو سره په همغږۍ (۲۱.۴) ټنه تاریخ تېر خوراکي او غیر مجاز توکي، چې د یاد ګمرک په هنګرونو کې یې شتون درلود. د اړوندو ادارو د با صلاحیته استازو په حضور کې وسوځول شول.
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د (۱۴۴۷ هـ.ق( کال د همغږۍ پنځمه ناسته د اړوندو ریاستونو د مسؤلینو په ګډون د یاد معینیت د غونډو په تالار کې وشوه.
په تېرو دو اوونیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې یوه اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي!
د تعرفې کمېټې د یو شمېر توکو د تعرفو په تړاو مهمې پرېکړې وکړې!