د ننګرهار په ګمرک کې د بار وړونکو موټرونو له پاره تمځای جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو!

موټرونو تمځای.jpg

29 حوت 1403

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د (۸،۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د ننګرهار ولایت محصولي ګمرک کې د بار وړونکو موټرونو له پاره تمځای جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاره. د موټرونو یاد تمځای، چې شاوخوا (۲۰) جریبه ساحه کېږي په اساسي ډول جغل اچونه شوې، چې په جوړېدو سره یې د سوداګریزو توکو د تشرېح په برخه کې د ګمرک کارکوونکو او موټرچلوونکو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې شوي دي. د یادولو وړ ده، چې د یادې پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول شوی او چارې یې هم د یو افغاني شرکت له لوري په (۳) میاشتو کې بشپړې شوې.