د ابو نصر فراهي په ګمرک کې په لومړي ځل امنیتي کېمرې نصب او له مرکز سره ونښلول شوې!
23 حوت 1403
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د فراه ولایت د ابو نصر فراهي په ګمرک کې په لومړي ځل (۳۲) دانې امنیتي کېمرې نصب او له مرکز سره ونښلول شوې. یادې امنیتي کېمرې، چې (۲) میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی د ګمرکونو لوی ریاست د تخنیکي کارکوونکو له لوري نصب او فعاله شوې، چې د امنیتي مسایلو ترڅنګ د ګمرکي سر غړونو او د پېښو د مخنیوي په برخو کې به هم ترې ګټه واخیستله شي. یادي کېمرې د فراه ولایت د ابو نصر فراهي ګمرک په بېلابېلو برخو کې نصب شوي دي، چې د یاد ګمرک ترڅنګ په مرکز کې د ګمرکونو لوی ریاست د کنټرول روم څانګې له لوري یې هم څارنه او کنټرول کېږي. د یادولو ده، چې د مالیې وزارت له لوري د نیمروز، ننګرهار، آقینې، هرات او کندهار ګمرکونه هم په امنیتي کېمرو پوښل شوي او له مرکز سره نښلول شوي دي، چې د روڼتیا او فساد د مخنیوي په موخه په دوامداره توګه د اړوندو ګمرکونو ګمرکي چارې څارل کېږي.