پروسږ کال د څه باندې (۵۲) زره ټنه قاچاقي توکو د لېږد رالېږد مخه نیول شوې ده!

ګرفتاری قاچاق-۵.jpg

6 حمل 1404

د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هیواد په ګمرکونو کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو سربېره، له فساد سره جدي مبارزه شوې او د دې ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو له لوري د قاچاقي توکو د لېږد را لېږد په کلکه مخنیوی شوی. پرهمدې بنسټ، د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې ځیرکو کارکوونکو پروسږ (۱۴۰۳هـ.ل) کال کې د هیواد د بېلابېلو ګمرکونو په اړوندو سیمو کې (۵۲) زره (۲۹۲) ټنه قاچاقي توکي تعقیب، کشف او نیولي دي. په نیول شویو قاچاقي توکو کې طبي، زراعتي او یوناني درمل، خوراکي او غیر خوراکي او داسې نور توکي شامل ول، چې په قاچاقي ډول په پټو لارو له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته راوړل کېدل، نیول شوي او په پېښه کې تورن کسان هم مهاله اړوندو پلټونکو ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي. همدارنګه یادو کارکوونکو د هیواد په بېلابېلو سیمو کې (۵۹۰،۳) ټنه صادراتي قاچاقي توکي لکه زړه اوسپنه، د انسان د سر وېښتان او داسې نور هم نیولي دي. د یادونې وړده، چې د ګمرکونو د ګرځنده څارنې کارکوونکي د پروسږکال په څېر خپلي دندې او د هیواد د اقتصادي وضعیت پیاوړي کولو ته سږ کال هم ژمن دي او دوی به په خپل ټول توان د بې قانونیو مخه نیسي او د توکو د قاچاق په مخنیوي کې به پوره هڅه کوي.