Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ابو نصر فراهي په ګمرک کي د څه باندې (۷۱) میلیونه افغانیو په ارزښت د څلور بابه هنګرونو د جوړېدو پروژه پرانيستل شوه | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ابو نصر فراهي په ګمرک کي د څه باندې (۷۱) میلیونه افغانیو په ارزښت د څلور بابه هنګرونو د جوړېدو پروژه پرانيستل شوه

هنګر ها ابونصر فراهی.jpeg

21 حوت 1403

د ګمرکونو لوی ریاست تېره ورځ د فراه ولایت د ابو نصر فراهي په ګمرک کې د (۷۱،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د څلور بابه هنګرونو د جوړولو پروژې پرانیستنه وکړه. په دې پرانیستغونډه کې د ګمرکونو لوی ریاست د حمایت او پراختیا رئیس مسلم خاکسار، د ابو نصرفراهي ګمرک رئیس مولوي خلیل الرحمن مصطفی او د یادې پروژې تخنیکي کارکوونکو ګډون کړی وو. د یادې پروژې بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي  او چارې به یې تر راتلونکو (۱۰) میاشتو پورې د یوه افغاني شرکت له لوري بشپړې شي. د یادولو ده، چې یاد هر یو هنګر به په یوه وخت کې د (۵۰۰۰) میټریک ټنه توکو د ځایېدو ظرفیت ولري، چې په جوړېدو سره به یې سوداګرو ته د سوداګریزو توکو د خوندي ساتلو په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.