تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي

ګرفتاری-۲.jpg

20 حوت 1403

د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، کندهار، فراه، هرات، بلخ او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سېمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته یې په قاچاقي ډول افغانستان ته وارد کړي. په دې نیول شویو توکو کې (۴۷۷۴) کیلو ګرامه چاکلیټ، (۱۵.۶) ټنه خوراکي مالګه، (۱۲۴۸) کیلو ګرامه خام نخود، (۲۱۳۶) کیلو ګرامه انساني او زراعتي درمل، (۱۲۹۴) کیلو ګرامه د بسکویټ، (۲۲۵۰) کیلو ګرامه مالټې، (۱۰۲۰) کیلو ګرامه د لوښو وینځلو مایع، (۷۷۹) کیلو ګرامه بېلابېل ډوله انرژي، (۷۵۶) کیلو ګرامه مکروني، (۲۷۶) لیټره د روح افزا شربت، (۱۹۰) کیلو ګرامه رُب، (۱۱۰) کیلو ګرامه لوبیا، (۱۲۰) کیلو ګرامه شامپو او (۹۶) کیلو ګرامه ملایي شامل دي. نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.