د ګمرکونو او عوایدو معینیت ټاکل شوي کلني عوایدي هدف ته رسېدلی دی !

ا ا ا معينیت.jpg

26 حوت 1403

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د همغږۍ ناسته د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د یاد معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه. په دغه ناسته کې د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترسره شوې چارې په هراړخیز ډول وارزول شوې او د یادو ریاستونو ترمنځ په چارو کې د ښې همغږۍ او په (۱۴۰۳هـ.ل) مالي کال کې ټاکل شوي عوایدي هدف ته کتنه وشوه، چې له مخې یې یاد معینیت خپل کلنی عوایدي هدف په بریالي ډول ترلاسه کړی دی او د اړوندو ریاستونو ترمنځ په چارو کې همغږي لا پیاوړې شوې ده. د ګمرکونو او عوایدو معین د اړوندو مسؤلینو د اخلاصمندانه هڅو له کبله یاد رامنځته شوي پرمختګونه وستایل او د چارو د لا ښه پرمختګ په موخه یې له مسؤلینو سره لازمې سپارښتنې شریکې کړې. همدا راز د تېرې ناستې د پرېکړو په اړه بحث او خبرې وشوې او ټاکل شویو کمېټو د خپلو اجراآتو راپور وړاندې کړ، چې د غونډې ګډونوالو د یادو راپورنو په اړه هر اړخیز بحث وکړ او د اړوندو چارو د لا ښه والي په موخه لازمې پرېکړې وشوې.