د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، کندهار، فراه، هرات، بلخ او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سېمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي،چې قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته یې په قاچاقي ډول افغانستان ته وارد کړي. په دې نیول شویو توکو کې (۲۴۷۰۰) کیلو ګرامه وچې شیدې، (۲۰۶۳۴) ټنه چاکلیټ، (۶۰۲۲) کیلو ګرامه انساني او زراعتي درمل، (۳۵۲۶) کیلو ګرامه خام نخود، (۲۴۵۶) کیلو ګرامه خوراکي مالګه،(۲۲۲۳) کیلو ګرامه بسکویټ، (۴۶۸۰) کیلو ګرامه مالټې، (۳۱۵۰) کیلو ګرامه رخت، (۸۶۰) کیلو ګرامه زراعتي تخم، (۷۶۸) کیلو ګرامه نوې البسه، (۵۰۰) کیلو ګرامه ملایي، (۴۶۰) کیلو ګرامه رُب، (۲۹۵) کیلو ګرامه لواشک او (۱۴۰) کیلو ګرامه چسپ شامل دي. نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.
تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي

27 حوت 1403