Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د خوست، فراه او اقینې په ګمرکونو کې د اوبو د تصفیې سیسټمونه فعاله شول! | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د خوست، فراه او اقینې په ګمرکونو کې د اوبو د تصفیې سیسټمونه فعاله شول!

water filter system.jpeg

19 حوت 1403

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د (۳.۱) میلیونه افغانیو په ارزښت د خوست، فراه او اقینې ګمرګونو د کارکوونکو او مراجعینو له پاره د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په موخه د اوبو د تصفیې سیسټمونه فعاله کړل. د اوبو د تصفیې یاد سیسټمونه په پوره معیاري ډول جوړ شوي دي، چې په یوه ساعت کې (۱۰۰۰) لیټره اوبه تصفیه کوي. همدا شان د ګمرکونو لوی ریاست د کندهار ولایت د سپین بولدک په ګمرک کې هم د (۱.۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې حلقې برمه یې څاه د کیندلو چارې پیل کړي دي،  چې په دې پروژه کې د څاه د کیندلو تر څنګ له څاه څخه د اوبو ایستلو، ذخیره کولو او نور اړین تجهیزات هم شامل دي، چې چارې به یې تر یوې میاشتې پورې بشپړې شي. د یادولو ده، چې له دې وړاندې په یادو ګمرکونو کې د کارکوونکو او مراجعینو له پاره د څښاک پاکو اوبو زمینه نه وه برابره، چې کارکوونکي او مراجعین یې له ستونزو سره مخ کړي وو.