د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې ځیرکو کارکوونکو تېره اوونۍ د فراه، کندهار، نیمروز، هرات او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چې د قاچاق کوونکو له خوا له ګمرکي محصول پرته په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړل کېدل.