د بلخ ولایت په نائب اباد ګمرک کي د (۳۰،۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د سایوان جوړولو پروژه پیل شوه!

IMG-20241224-WA0020.jpg

4 جدی 1403

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د بلخ ولایت د څلورم پورټ (نائب اباد) په ګمرک کې د (۳۰،۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د سوداګریزو توکو د تشرېح له پاره د سایوان جوړولو پروژه پیل شوه.
د دې پروژې په پلي کېدو سره به د ګمرکي تشرېح پر مهال د سوداګریزو توکو د خوندیتوب په برخه کې سوداګرو او د ګمرک کارکوونکو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
د یادې پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بوديجې څخه ورکول کېږي او چارې به یې تر راتلونکو (۱۰) میاشتو پورې بشپړې شي.
د یادونې وړ ده، چې د مالیې وزارت له خپلې پراختیایي بودیجې څخه له دې وړاندې هم، په ګڼو ګمرکونو کې پراختیایي پروژې پلي کړي دي او ځیني یې د پلي کېدو په حال کې دي.