د روان کال د لړم په میاشت کې د هیواد ګمرکي چارو (۲۵،۲) سلنه پرمختګ کړی!

eeee.jpeg

1 جدی 1403

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د روان (۱۴۰۳هـ.ل) کال د لړم په میاشت کې په ګمرکونو کي د ترسره سويو چارو د تخنیکي ارزونې ناسته پر لیکه او حضوري بڼه وشوه. په دغه ناسته کې د روان (۱۴۰۳هـ.ل) کال د لړم په میاشت کې په ګمرکونو کې د تر سره شويو فعالیتونو ټولیز راپور وړاندې شو. په یاده موده کې د عوایدو د راټولېدو، د هیواد په ګمرکونو کې د ترسره شوي سوداګرۍ، د وارداتي توکو د ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه بشپړ معلومات وړاندې شول، چې له مخې یې د پرو سږکال د همدې مودې په پرتله، د ګمرکونو چارې (۲۵،۲) سلنه مثبتې وښودل شوې. همدا راز د وړاندې شوي راپور له مخې د روان مالي کال په اتو میاشتو کې هیواد ته د سوداګریزو اقلامو ګمرکي ارزښت هم د تېر کال د همدې مودې په پرتله (۱۹،۳) سلنه لوړ شوی  په پای کې د وړاندي شوي راپور په تړاو هر اړخیز تخنیکي بحثونه وشول او د چارو د لا پرمختګ په موخه د ولایتي ګمرکونو د مسئولینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل شول، چې د رهبرۍ له لوري د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو او ورسره اړینې سپارښتنې هم شریکې شوې.