تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي
29 قوس 1403
د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د کندهار، فراه، نیمروز، هلمند او ننګرهار ولایتونو په بېلابېلو سېمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته وارد کړي.
په دې نیول شویو توکو کې (۳۵۵۲) کیلو ګرامه چاکلیټ، (۱۲۶۳۴) کیلو ګرامه خوراکي مالګه، (۴۱۸۴) کیلو ګرامه رُب، (۳۶۲۵) کیلو ګرامه وچې شیدې، (۲۹۷۵) کیلو ګرامه ګوړه، (۱۶۰۶) کیلو ګرامه درمل، (۹۰۸) کیلو ګرامه مکروني، (۲۷۸) کیلو ګرامه رخت باب، (۳۲۴) کیلو ګرامه خالي کارټن، (۱۶۰۰) کیلو ګرامه تنباکو، (۲۳۵) کیلو ګرامه لوبیا، (۲۲۵) کیلو ګرامه شامپو، (۱۲۰) کیلو ګرامه دال او (۷۰) کیلو ګرامه بنجاره شامل دي.
نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.