Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ننګرهار ګمرک نوی رئيس د دې ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ننګرهار ګمرک نوی رئيس د دې ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو

معرفی رئیس ګمرک ننګرهار.jpg

22 قوس 1403

مولوي منصور الحق ذاکر، چې د مالیې وزارت مقام په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزراء لوړ مقام په منظورۍ د ننګرهار ګمرک د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی، تېره ورځ د ګمرکونو لوی ریاست د حمایوي او تخنیکي مرستیال خان زاده عبدالله له لوري د یاد ګمرک کارکوونکو ته ور وپیژندل شو. په دې پیژند غونډه کې، چې د ننګرهار ولایت یو شمېر سېمه ایزو مسؤلینو او د یاد ګمرک کارکوونکو ګډون کړی وو، په پیل د ننګرهار ګمرک پخواني رئیس محمد خالد عمر خبرې وکړې او ویې ویل، چې په ادارو کې تغییرات، تبدیلي او اطاعت یو اصل ده او موږ یې د دیني وجیبې په توګه منو. نوموړي وویل، چې په ګمرکونو کې دنده یو ستر امانت ده، چې باید په پوره صداقت سره تر سره شي. د ننګرهار ګمرک نوي ګمارل شوي رئیس وویل، چې دا زموږ مسؤلیت ده تر څو اړوندې چارې د شریعت او قوانینو په رڼا کې په پوره صداقت سره تر سره کړو. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د ولس د هوساینې په موخه به د چارو د لا ښه والي لپاره نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړي. د یادونې وړ ده، چې مولوي منصور الحق ذاکر په اداري چارو کې پوره کاري تجربه لري او له دې وړاندې د عوایدو لوی ریاست د حمایوي مرستیال په توګه یې دنده تر سره کوله.