د کندهار په محصولي ګمرک کې امنیتي کامرې فعالې او له مرکز سره ونښلول شوې!
4 جدی 1403
د ګمرکونو لوی ریاست د کندهار په محصولي ګمرک کې (۳۱) دانې امنیتي کامرې فعالې او له مرکز سره ونښلولې. د یادو امنیتي کامرو د نصب چارې پخوا ترسره شوې وې، چې اوس د ګمرکونو لوی ریاست د تخنیکي ټیم له لوري په معیاري ډول ترمیم، فعالي او د مرکز د کنټرول خونې له څانګي سره ونښلول شوې. له دې کامرو څخه به د امنیتي مسایلو تر څنګ د ګمرکي سرغړوونو او د پېښو د مخنیوي په برخو کې کار واخیستل شي. د یادونې وړ ده، چې ډېر ژر به د ابو نصر فراهي په ګمرک کې هم ورته امنیتي ګمرکي کامرې نصب او فعالي شي.