د خوست په ګمرک کې د (۱۰۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د موټرونو تم ځای جوړ شو

Parking.jpg

5 جدی 1403

د مالیې وزارت له لوري د هیواد په ګمرکونو کې د بېلابېلو پراختیایي پروژو د عملي کولو په دوام؛ د دغه وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۰۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د خوست په محصولي ګمرک کې د موټرونو له پاره  معیاري تم ځای جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاره. د موټرونو دغه تم ځای په (۱۴) جریبه ځمکه کې جوړ شوی او پر یوه وخت د (۳۰۰) بار وړونکو موټرونو د درېدو وړتیا لري. د موټرونو په دې تم ځای کې په اساسي ډول کانګرېټ اچول شوی، چې د اور وژنې او د برېښنا سیسټمونه هم پکښې فعاله شوي دي د دغې پروژې ټول لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول شوی او رغنیزې چارې یې هم د یوه افغاني شرکت له لوري په (۸) میاشتو کې بشپړې شوي دي. د یاد تم ځای په جوړېدو سره موټر چلوونکو، سوداګرو او د خوست ګمرک کارکوونکو ته په بېلابېلو برخو کې ګڼې اسانتیاوې برابرې شوي دي.